AP ۱۴۰۳ لړم ۱ ۱۶:۳۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85636068
T T
۰ Persons

Tags

د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ: په غزني او کنړ ولایتونو کې ٢١ باب کتنځایونه وتړل شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په غزني او کونړ ولایتونو کې د ۲۱ کتنځایونه د تړلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ د غزني او کونړ ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیایي  قوانینو د تطبیق  او پلټنې او د خوړو او درملو مدیریتونو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارتونو پایله کې ۲۱ بابه بېلابېل کتنځایونه تړل شوي.

 خبرپاڼه زیاتوي، یاد نظارتونه د غزني په مقر او قره باغ  او د کونړ په مرکز اسعد اباد کې ترسره شوي چې له امله یې ۲۱ بابه روغتیايي کتنځایونه د اسنادو نه درلودو او غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي

 په دې څارنه کې چې د خصوصي روغتیايي سکتور تر څنګ د خوراکي توکو له تاسیساتو ترسره شوي په زیاته اندازه له نیټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلو ځایونو ته انتقال شوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .